د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د جاپان له تازه ۵۸ میلیونه ډالري مرستې څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دا پیسې دې د پوهنې په برخو کې ولګول شي.

ښاغلي کرزي پرون سه‌شنبه د لیندۍ ۱۴مه په ایکس پاڼه له افغانستان سره د جاپان د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو تازه مرستې هرکلی کړی دی.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې دا پیسې باید د پوهنې د پياوړتیا، د نجونو او هلکانو د ښوونې او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخو کې مصرف شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز د جاپان له حکومته غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

په کابل کې د جاپان سفارت دوې ورځې وړاندې د افغانستان له خلکو سره د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړ.

جاپان ویلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان د غیردولتي ادارو له لارې مصرف شي.