د بشري حقونو د څار ادارې د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې افغانستان کې پر زده‌کړو محدودیتونو د نجونو تر څنګ د هلکانو زده‌کړې هم زیانمنې کړي دي.

دغه سازمان نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۵مه «د هلکانو ښوونځي هم له ناکامۍ سره مخ دي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.

د ښځینه ښوونکو د ګوښه کولو په راپور کې ویل شوي، چې د زده‌کوونکو جسمي مجازات او په تعلیمي نصاب کې نه جبرانېدونکي بدلونونه د ښوونځیو د ناکامۍ او د هلکانو د زده‌کړو د مخنیوي لاملونه بلل شوي دي.

د دغه راپور په يوه برخه کې د ښځينه ښوونکو د ګوښه کولو پايلو ته په اشارې سره ويل شوي چې د هلکانو په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو ګوښه کول د دې لامل شوي چې غير مسلکي ښوونکي يې پر ځاى او يا هم زده‌کوونکي له ښوونکو پرته ټولګيو ته حاضر شي.

دغه راپور په کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، دایکندي او ننګرهار کې له ۲۲ نارینه زده‌کوونکو او د پنځو زده‌کوونکو له کورنیو سره په خبرو کې جوړ شوی دی.

همدارنګه د بشري حقونو د څار سازمان د نارینه محصلینو د مجازاتو د زیاتوالي خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د محصلینو جسمي مجازات له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل د غیر ضروري کړاوونو، ذلت او د ماشومانو ودې، بریا او رواني روغتیا ته زیان رسوي.

په ورته وخت کې دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او باکیفیته زده‌کړو ته د هلکانو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

تر اوسه اسلامي امارت د بشري حقونو د څار ادارې د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده‌کړو بندیز له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.