د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي چې د کابل په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړې شوې ده.

د یاد وزارت د مسوولینو ویلي چې د دې شبکې په جوړېدو ۴،۴ میلیونه افغانۍ مصرف شوې د خاک‌جبار ولسوالۍ په «برملنګ» کلي کې فعاله شوې ده. 

ویل کېږي، د څښاک پاکو اوبو دا ستره شبکه پرون سه‌شنبه د لیندۍ ۱۴مه پرانیستل شوې او ۲ زره ۲۸۷ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلي چې دا شبکه د ۶۷ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل؛ د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوې ذخیرې جوړول؛ د ۳۶ سولر تختو نښلول؛ د ۱۶۲شیردهنونو نښلول او د ۵۳۶۱ مترو په اوږدوالي پایپ په غځولو سره ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د یونیسف په ګډون د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري د څښاک اوبو ورته شبکې جوړې شوې دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله په تېرو څو کلونو کې د څښاک اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.