په هېواد کې د کورني تاوتریخوالي په دوام، د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د یاد ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یو تنکي ځوان ځان راځړولی او ژوند یې بایللی دی.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا پېښه پرون سه‌شنبه د لیندۍ ۱۴مه له غرمې وروسته په څرخ ولسوالۍ کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا، د ذبیح الله په نوم دغه ۱۵ کلن ځوان د کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.

په وروستیو کې کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تنکیو ځوانانو د ځانوژنې پېښې ډېرې راپور شوې دي.

په افغانستان کې د ځانوژنې ستر لاملونه کورنی تاوتریخوالی، رواني او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.

د ویلو ده چې په تېرو څو کلونو کې د پېغلو او نجونو ترمنځ هم د ځانوژنې لسګونه پېښې ثبت شوې چې اصلي لاملونه یې رواني ستونزې او جبري نکاح بلل شوي دي.