د سرپرست حکومت د ماليې وزارت مسوولین وایي چې له نړیوال بانک سره ‘په افغانستان کې د نیمګړو پروژو د بشپړولو’ پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. 

د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې نړیوال بانک به د راتلونکي ۲۰۲۴ په جنوري میاشت کې په افغانستان کې خپل فعالیت بیا پیلوي او په افغانستان کې د دوی د ځنډېدلو ۴۵ پروژو لګښت به پرې کړي.

د مالیې وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې په افغانستان کې د «کاسا زر» په ګډون د نړیوال بانک ۴۵ پروژې نیمګړې پاتې دي.

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت زیاته کړې چې دوی په پرله‌پسې خبرو اترو له نړیوال بانک سره په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیت د بیاپیلېدو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. 

د ویلو ده چې تر دې وړاندې نړیوال بانک ویلي وو چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د شاوخوا څلورنیم میلیارد ډالرو په ارزښت د دوی پروژې ځنډېدلې دي.