Saturday Sep 22, 2018

افغانستان کې پناه غوښتنې په اړه پاکستان ته د زر څانګه خبرداری

نوشته شده توسط khaama - Wed Jul 26 2017, 5:31 am

د پښتو خوږ غږې سندرغاړې زرڅانګه  پاکستان ته خبرداری ورکړی که حکومت ورسره د هغې قضیه په اړه مرسته ونکړي نو نوموړې به افغانستان ته د پناه غوښتنې لپاره ولاړ شي.

زرڅانګه دغه خبرداری تیره ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ورکړه.

نوموړې څو ورځې مخکې د خپلې کورنۍ له ۷ غړیو سره یو ځای د یوه برید په ترڅ کې ټپي شوې وه.

د راپورنو له مخې، دغه پیښه د خیبرپښتون‎خوا نوشارو په اضاخېلو سیمه کې د هغې زامنو او وسله ‎والو ترمنځ د پیسو پر سر له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د ځایي راپورونو له مخې، وسله والو له برید وروسته د دوی د کور ځیني قیمتي شیان هم له ځان سره وړي دي.

په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې پولیس چارواکي وایي، دپېښې په تړاو ۵ تنه نیول شوي دي، خو هر یوه د ۵۰۰ زره پاکستانۍو کلدارو ورکړې سره خوشې شوي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید