په کابل کې د ترافیک پولیسو لوی ریاست لخوا ‘له ژېړ څخه آبي رنګ ته’ د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل شوې ده.

 د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې د ښاري ټکسیانو لپاره فیروزه‌يي او سپین رنګونه او اطرافي ټکسیانو ته یوازې فیروزه‌يي رنګ غوره شوی دی.

د ترافیک پولیسو لوی رییس، حسیب الله مختار د دې پروسې د پیل په مراسمو کې ویلي چې د یادو موټرو په رنګولو ۹۱۱۰ افغانۍ لګښت راځي او ټینګار یې کړ چې په دې سره په هېواد کې د غیرقانوني لېږد رالېږد مخه نیول کېدای شي.

د ښاغلي مختار په وینا، چې د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته‌کېدو په موخه پيل شوې ده.

د ترافیک پولیسو مشر دا هم ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د ټرانسپورټ او ټرافیکو په برخه کې ټول نظم د ټکسي موټرو له لارې رامنځته کړي. او همداراز یې له ټکسي چلوونکو غوښتي چې خپل نقلیه وسایط دې د ټکسي په احصائیه کې شامل او له امر اخیستلو وروسته یې د رنګمالۍ چارې ترسره کړي.

د ویلو ده چې په ډیرو هیوادونو کې ټکسي ژیړ دي.

په ښار کې د ټکسيونو د رنګولو لړۍ داسې مهال پیل شوې چې د افغانستان په ښارونو کې د ژېړو ټکسيونو ترڅنګ یو شمېر بې‌دندو عام وګړي هم له خپلو شخصي موټرو د ټکسي استفاده کوي.