ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی، چې که پاکستان کې د بریتانیا په تمه پاتې افغانې امیندواره میرمنې ژر تر ژره دې هېواد ته ونه لېږدول شي، خپل ماشومان به له لاسه ورکړي.

دغې برتانوي رسنۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې افغان مېرمنې چې د برتیانیا له حکومت سره کار کوي، چې اوس په پاکستان کې د امیندوارۍ په حالت کې بندې دي، که ژر تر ژره ونه لېږدول شي، د دوی ماشومان به د مړینې له ګواښ سره مخ شي.

د راپور له مخې، دا ښځې د تللو وړ دي، خو له پاکستان څخه د بریتانوي حکومت د افغان همکارانو د لېږد بهیر ورو روان دی.

په راپور کې راغلي چې امیندوارې مېرمنې په پاکستاني هوټلونو کې بند پاتې دي او ډاکټرانو ته تر ټولو لږ لاسرسی لري. له بلې خوا د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادو افغان کډوالو شړلو هم د لېږد بهیر کې ښکېل کسان اندېښمن کړي او نه شي کولی له هوټلونو ووځي.

ګارډین د یوې امیندواره افغانې میرمنې سره خبرې کړي چې تېر کال یې یوه لور په پاکستان کې د روغتیايي خدمتونو د نه لاسرسي له امله له لاسه ورکړه او اوس په خپل رحم کې د ماشوم د احتمالي طبي اختلالاتو ویره لري.

دې میرمنې زیاته کړه: “موږ ته ورته تجربه بیا پیښیږي. که د بریتانیې حکومت موږ خوندي کړي وای، زموږ لور به لا ژوندۍ وه. اوس زه شک لرم چې دا ماشوم به روغ دلته په پاکستان کې زیږیدلی وي. زه پوهیږم که موږ په انګلستان کې وای نو زموږ  د ماشوم درملنه به مې شوې وه. ، خو موږ دلته بند پاتې یو او زموږ ژوند په ټپه ولاړ دی. دا وضعیت خورا خواشینونکی دی.”

صدف یوه بله ښځه ده چې په کابل کې یې د بریتانیا له سفارت سره کار کړی او اوس په پاکستان کې ژوند کوي. صدف د وينې لوړ فشار لري، اندېښنه لري چې ښايي دغه ناروغي د هغې په رحم کې ماشوم ته زيان ورسوي. هغه ګارډین ته وویل چې د نیول‌کېدو له وېرې نه شي کولی له هغه هوټل بهر لاړ شي چې هلته اوسېږي او د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوې مشورې په سمه توګه عملي کړي.

په پاکستان کې د کډوالو نړيوال سازمان چې د پناه غوښتونکو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت پر غاړه لري، وايي چې په وروستيو مياشتو کې د دې ستونزې د اداره کولو توان کم شوی دی.

ګارډین راپور د برتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند له خولې ویلي، چې برتانیا ته د لېږد وړ کسان په پاکستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.