د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.

دغه وزارت پرون دوشنبه د لیندۍ ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د پراخو او دوامدارو تروریستي بریدونو ګواښ شته.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد ډیپلوماتانو شتون ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د قونسلګرۍ او پاسپورټ د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا یې محدوده ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې اسټرالیايي اتباع د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره مخ دي.

تر اوسه اسلامي امارت د استرالیا د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې د بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزارتونو له خپلو ټولو اتباعو غوښتي وو چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د بريتانيا حکومت هم افغانستان ته د خپلو اتباعو پر سفر د بنديز لامل امنيتي ګواښونه او پر مذهبي ځايونو او هوايي ډګر د بريدونو احتمال بولي.

له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکو د برتانوي حکومت دغه خبرې رد کړې او هغه یې دروغ بللې دي.