د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران او پاکستان څه باندې ۳زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۴ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د لیندۍ ۱۳مه نیټه شاوخوا ۱۳۷۴ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه شمېر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحداتو ریاست په حواله خبر ورکوي، چې د سپین بولدک له لارې د ۹۶۲ کسانو په ګډون ۱۶۷ کورنۍ په زوره راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې دغه راستانه شوي کډوال د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

بلخوا د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت د اسلام قلعه د سرحدي قوماندانۍ په حواله اعلان کړی چې په ایران کې مېشت ۲۱۲۳ کډوال د اګست په ۱۳مه د هرات د اسلام قلعه له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلام کلا د سرحدي چارو ادارې څرګنده کړې ده چې په دې وروستیو کې په راستانه‌شویو کډوالو کې کورنۍ او مجردان هم شامل دي.

د اسلام قلعه د سرحدي ادارې د مسوولینو په وینا، له دې ډلې ۴۲۴ تنه اړمن کسان پیژندل شوي او د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان اتباعو شړلو لړۍ چټکه شوې ده.