د تانزانیا سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په مانارا سیمه کې د سېلابونو او ځمکې‌ښویېدو له امله ۴۷ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.

رویټرز پرون (دوشنبه د ډسمبر ۴مه) د مانیارا د سیمه ییز کمیشنر ملکې سنډیګا په حواله راپور ورکړ چې یو کلی په بشپړه توګه په خټو کې ډوب شوی.

دغه سیمه‌ییز چارواکي زیاته کړه: “د مړو شمېر اوس ۴۷ او ټپیانو ۸۵ ته رسېدلی دی.”

د راپورونو له مخې دا پېښه د دغه هېواد د «هاناګ» غره ته څېرمه شوې ده.

د يادونې ده، چې د دې پېښې له امله ګڼ شمېر کورونه، سړکونه او زړونه ويجاړ شوي او د ورکو شويو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

له بلې خوا د دغه هېواد چارواکو د دغې پیښې د قربانیانو د شمیر د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تانزانیا د هوا پېژندنې ادارې تر دې مخکې په راتلونکو میاشتو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری او ټینګار کړی و.