د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز اعلان کړی چې د افغان ښځو د پیوستون د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه یې د عرب څیړنیز مرکز په همکارۍ «د عربو او افغان ښځو پیوستون» پرانیستی دی.

دغه مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د «د عربو او افغان ښځو د پیوستون» شبکه د یکشنبې په ورځ د اګسټ۱۲مه د «عرب څیړنیز مرکز» په همکارۍ د مراکش په ښار کې جوړه شوه.

د دغه مرکز د خبرپاڼې له مخې، د عربي او افغان ښځو د پیوستون پروګرام د افغانستان او ۷ عربي هېوادونو د څه باندې ۳۰ ښځو سیاسي او ټولنیزو فعالانو په حضور کې پرانیستل شو.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي چې د دې شبکې د جوړولو موخه د افغان ښځو وضعیت څیړل او په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د هغوی د اساسي حقونو د دفاع په برخه کې مرسته ده.
په داسې حال کې چې دغه مرکز د ښځو د اساسي حقونو د ترلاسه کولو په موخه د یوې سیمه ییزې شبکې د جوړولو اعلان کړی، په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو له جدي اندېښنو څخه دی.

له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د دفاع او په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د پاملرنې په موخه د «افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ» تر سرلیک لاندې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی دی.

دغه کمپاین چې د یو شمېر مدني فعالانو په ملاتړ پیل شوی، د لړم په ۲۵ پیل او د لیندۍ تر ۱۰مې به دوام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د مدافعینو، فعالانو، مظاهره چیانو، هنرمندانو، سیاستوالو او ښوونکو د پیغامونو په خپرولو سره له خپلو اوریدونکو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل پیغامونه شریک کړي.

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ښځې او نجونې په ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز او د کار، ټولنیزو فعالیتونو او تګ راتګ د بندیزونو په ګډون له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ شوې چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

پیوه له مظاهره کوونکو نجونو «پروانه ابراهیل خېل» د بښنې نړیوال سازمان له قوله ویلي: “زه وړاندیز کوم چې د افغان مظاهره کوونکو ښځو لپاره نړیوال پلیټ فارمونه برابر شي، څو هغوی د ښځو دردونکي کیسې بیان کړي.”

په همدې حال کې اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې یې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی کړی دی.