د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د ملاتړ کمپاین د یو شمېر مدني فعالانو ملتیا سره له نړیوالې ټولنې او سازمانونو یې غوښتي چې د بشري حقونو د دفاع او د برابرۍ د تامین په برخه کې کار وکړي، د ښځو وضعیت ته پام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه کمپاین د «افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ» تر سرلیک لاندې د نومبر په ۲۵ پیل شوی او د ډسمبر تر ۱۰مې به دوام وکړي. په دې بهیر کې له مدني فعالانو، سیاستوالو، لاریون کوونکو او ښوونکو غوښتل شوي چې د افغان ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نظرونه څرګند کړي.

له لسو څخه زیاتو مدني او د بشري حقونو فعالانو د بښنې نړیوال سازمان ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي. په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو په تعلیم او پیاوړتیا پانګونه وکړي، څو د یوې برابرې او عادلانه ټولنې لپاره لاره هواره شي.

پروانه ابراهیم خېل چې یوه له لاریون کوونکو نجونو څخه وه او د اسلامي امارت پخوانۍ زنداني وه، لومړنۍ کس وه چې په دې کمپاین کې یې ګډون وکړ. د بښنې نړیوال سازمان د هغې په حواله ویلي: “زه وړاندیز کوم چې په افغانستان کې د ښځو مظاهره کوونکو لپاره نړیوال پلیټ فارمونه برابر شي، ترڅو دوی د ښځو دردونکي کیسې بیان کړي.”

د دې کمپاین په دوام کې د بشري حقونو یوه بل فعال وژمه ټوخۍ ټینګار کړی چې د مذهب تر نامه لاندې د نجونو له زده کړو بې برخې کول لوی ظلم دی.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت د بیا واک تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخو بندیزونو سره مخ شوې. له تعلیم څخه د نجونو محرومول او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو له کار کولو منع کول د ښځو د ژوند په اړه د اسلامي امارت د محدودو فرمانونو پایله ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه ګل رضايي د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې افغان مېرمنو خپل د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ټول په یو وخت له لاسه ورکړي او اوس په سختو شرایطو کې یوازې پاتې دي.

د بشري حقونو مدافع عمر حیدري هم د بښنې نړیوال سازمان له دغه کمپاین سره یو ځای شو او ویې ویل چې د افغان ښځو کیسه کومه نوې خبره نه ده او باید په دې هېواد کې د ښځو د ژوند د بدلون لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.

په همدې حال کې د ګالوپ د څېړنو پایلې ښيي چې د افغان مېرمنو له ژوند څخه رضایت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. د دې څیړنې له مخې، 83٪ میرمنو خپل ژوند د ځور په توګه بیان کړی.

د بښنې نړیوال سازمان په ځلونو د اسلامي امارت د تعلیم او کار د بندیز په ګډون د اسلامي امارت محدود فرمانونه ظالمانه بللي او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي چې خپل فرمانونه بیرته واخلي.

خو امارت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي احکامو په چوکاټ کې خوندي دي.