نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د فرانسې په پاریس ښار کې یو بریدګر د چړې او څټک په ګوزارونو یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. 

رویټرز خبري آژانس د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې دا برید د پاریس ښار د ایفل برج ترڅنګ شوی دی.

ویل کېږي، بریدګر ۲۶ کلن و او د چړې او څټک په ګزارونو یې یو کس وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د پولیسو په وینا چې بریدګر له سیمې د تېښتې پر مهال نیول شوی او د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

فرانسه کې تر دې وړاندې هم د ورته پېښو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی.

په وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې هم د وسله‌والو بریدونو زیاتې پېښې ثبتېږي چې ستر لامل یې هلته د وسلو جواز بلل شوی دی.