پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې چلاس ښار ته څېرمه د وسله‌والو د برید له امله ۸ کسان وژل شوي او تر دې دمه د ۲۶ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي. 

رسنیو د سیمه‌ییزو مسوولینو په حواله ویلي چې دا برید بېګا د ګېلګېت بالتستان، چلاس ښار ته څېرمه پر یو مسافر وړونکي بس شوی دی. 

بلخوا نړیوالو رسنیو بیا د دې برید له امله د پاکستان د دوو امنیتي کسانو وژل‌کېدو خبر هم ورکړی دی.

په وروستیو دوو کلونو کې په پاکستان کې ورته بریدونه او بمي چاودنې زیاتې شوې چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده چې په پاکستان کې اوسمهال د ډېرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي.

بلخوا پاکستاني چارواکو بار بار ادعا کړې چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان کېږي، خو د افغانستان سرپرست حکومت (اسلامي امارت) بیا د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې بې‌اساسه بللې دي.