نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په یو افریقايي هېواد «زامبیا» کې د مسو د یو کان نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان مړه او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې اووه غیرقانوني کان‌کیندونکي مړه شوي دي. 

د زامبیا محلي پولیسو ویلي چې پېښه تېره پنجشنبه شوې او د غیرقانوني کان‌کیندونکو جسدونه لا هم نه دي را ایستل شوي.

رسنیو د پولیسو په حواله دا هم ویلي چې ښايي په پېښه کې نور کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی وي.

پولیسو ویلي په دې اړه یې پلټنې او څېړنې پیل کړې دي.

د ویلو ده چې څو کلونه وړاندې په زامبیا کې هم ورته یوه پېښه شوې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.