د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار ویلي، د ښځو له شتون پرته ټولنه مایوسونکې ده. د هغې په ​​وينا، په افغانستان کې ډېرى ښځې د زندانونو تر شا پرتې دي، په داسې حال کې چې د ډېرو لږو نومونه يې په ډاګه شوي دي.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې د پنجشنبه په ایکس پاڼه کې یو راپور خپور کړ چې ویلي یې دي، دا ښځې په خپل سر نیول شوي دي.

هغې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د هغو ښځو تر څنګ ودرېږي چې په افغانستان کې د خپل غږ پورته کولو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د خپلواکو ښځو د غورځنګ غړې ژولیا پارسي د تلې ۵مه، ندا پرواني د وږي ۲۸ مه له خپل ماشوم او خاوند سره او منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ونیول شوې.

همدارنګه د بشري حقونو د څار سازمان په یوه بیان کې د بندي شویو ښځو د کورنۍ یوې غړې ویلي چې دوی زیتره وخت د بندیانو د خلاصون په هیله د بندي شویو ښځو حالت پټوي.

بل خوا د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د ښځو د حقونو د فعالانو د نیول کېدو په غبرګون کې د دوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې «د ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت» هم د ښځو د حقونو د فعالانو د نیول کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ او له زندانه یې د هغوی د خلاصون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د یوه سوکاله او باثباته افغانستان لپاره د خلکو د رایو پر بنسټ د ټولو طبقو په ګډون ټول شموله حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا ده. او ټولنه، په ځانګړې توګه ښځې په دې برخه کې د پام وړ موقف لري.

په ورته وخت کې له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو استازې په افغانستان کې له ښځینه زندانیانو څخه د ملاتړ په اړه دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې ښځینه بندیانې روحي او جسمي روغتیا نه لري، ټینګار وکړ چې دغه زندانونه د دوی د وضعیت د ښه کولو په خاطر د دغه هېواد د زندانونو د ساتلو په برخه کې ستونزې لري. او د دوی (ښځو) ژوند باندې منفي اغیزه کړې.

دغه راز د دغه سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د کابل په زندانونو کې بندیانې ډېرې ښځې
هیڅکله له تاوتریخوالي ډک جرم نه دی ترسره کړی.

تر اوسه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د مشرې هیدر بار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت د زندانونو د تنظیم د ادارې د شمیرو له مخې د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځینه بندیانې د جنايي جرمونو، اداري فساد او تښتونې له امله بندیانې دي.