د «بیګم اکاډمي» په نوم انلاین تعلیمي پلیټ فارم په دې وروستیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زده‌کړې په برخه کې خپل فعالیت پیل کړی او موخه یې په هېواد کې د ښوونیزې تشې ډکول او له زده‌کړو بې برخې نجونو ته هڅونه ده.

دا اکاډمۍ له فرانسې څخه فعالیت کوي او له شپږم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې نجونې زده کړې کوي.

د بېګم اکاډمۍ يو مسوول ضياالدين بختيار خامه پرېس ته وويل، چې دوى دغه فعاليت په افغانستان کې له دوو کلونو راهيسې له ښوونځيو د نجونو د وتلو په غبرګون کې پيل کړى دى. هغه نجونې چې د ده په وینا اوس له ناڅرګندې راتلونکې او له تعلیمي محرومیت سره مخ دي.

د ښاغلي بختیار په وینا، د دې موسسې له جوړېدو یوه اوونۍ تېرېږي او تر اوسه له ۲۵۰۰ زیاتې ښځینه زده کوونکي له دې موسسې سره یوځای شوي دي.

د دې ادارې په تعلیمي جوړښت کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې درسي کتابونه د انځورونو په بڼه ترتیب شوي او په ویب پاڼه کې خپاره شوي دي.

انيسه، د يوولسم ټولګي زده کوونکې چې له دوو کلونو راهيسې له ښوونځي بې برخې وه، د بدخشان ولايت له يوه لرې پراته کلي څخه په دې اکاډمۍ کې شامله شوې ده. که څه هم هغه د انټرنېټ بيه او د انتن ساحې ته لاسرسى ستونزمن بولي، خو وايي چې د لرې واټن زده کړه د ده لپاره ګټوره او هيله بښونکې ده.
د یادونې ده چې د ده انلاین ښوونځي ښوونکي ښځې هم دي او څه باندې اته زره ویډیو له لارې درسونه پر مخ بیایي.

له ښوونځیو څخه د ښځینه زده کوونکو بندیز شاوخوا ۸۰۰ ورځې تیرې شوې، خو د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.