د اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې ۲۰ زره خامه نفتي توکي یې د یوې داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.

دغه وزارت پرون پنجشنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پلورل شوي خام نفتي توکي د قشقري څاګانو څخه ایستل شوي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي چې د «نارت نوبل» په نامه کمپنۍ دغه خام نفتي توکي پېرلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۲۰ زره ټنه خامو نفتي توکو په داوطلبۍ کې شپږو کمپنیو برخه درلوده.
دا داوطلبۍ د کانونو او پترولیم د سرپرست شهاب الدین دلاور او د افغان – چین کمپنۍ مسوولینو په ګډون کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پترولیم وزارت څو ورځې وړاندې په سرپل کې د نفتو اته څاګانې پرانیستې.
دغه وزارت تېره سه شنبه ویلي وو چې په آمو حوزه کې د نفتي توکو دا څاګانې د اسلامي امارت د لوړرتبه مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوې دي.