د اسلامي هېوادونو د ټولنې د رییس، دوکتور علي قره‌داغی په مشرۍ د دې ټولنې یو پلاوی د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې  دغه پلاوي د اسلامي امارت له د بهرنیو چارو له سرپرست، امیرخان متقي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پلاوی د هرات د زلزله‌ځپلو او بې‌ځایه‌شویو کډوالو سره د مرستې په موخه له چارواکو سره د کتنې لپاره کابل ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د پلاوي د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې په خپلو لنډو خبرو کې له افغانستان سره د مرستې پر فرضیت ټینګار کړی دی.
بلخوا د کابل په هوایي ډګر کې د کډوالو چارو سرپرست، خیلیل الرحمن حقاني د دغه پلاوی هرکلی کړی دی.
د دې ټولنې مشر ویلي چې اوسمهال د میلیونونه بې‌ځایه‌شویو او بې‌سرپناه خلکو سره د نړۍ مرسته پر مسلمانو هېوادونو فرض ده.