له زلزله‌ځپلو سره “د قطر خیریه موسسې” او د “قطر سرې میاشتې” ګډه مرسته نن ( پنج‌شنبه، د نوومبر ۳۰مه) هرات ته راورسېده.

په کابل کې د قطر سفارت ته نیږدې سرچینې وايي، د قطر لخوا د هرات له زلزله‌ځپلو سره ددې مرستو لومړنۍ جوپه نن هرات ته راورسېده او پاتې مرسته به د ډسمبر په ۳مه او ۴مه په دوو نورو پروازونو کې افغانستان ته راورسیږي.

سرچینې ویلي، په لومړي پرواز کې ۶ زره کمپلې او د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کڅوړې هرات ولایت ته استول شوې چې چې د معلوماتو له مخې په هره کڅوړه کې نږدې ۲۴ کیلو ګرامه بېلابېل خوراکي توکې موجود دي.

د یادونې وړ ده چې دا د قطر خیریه موسسې (۲۰۰۰ خوراکي توکو کڅوړې) او د قطر سرې میاشتې ( ۶۰۰۰ خوراکي توکو کڅوړې) ګډه مرسته ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته به وسپارل شي څو په شفاف ډول یې تر اړمنو خلکو ورسوي.