د ارزګان مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند بایللی دی.

د ارزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، بلال ارزګاني نن چهارشنبه ویلي چې دا پېښه د ارزګان مرکز، ترینکوټ اړوند په «سرچخلو» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا، پېښه د یوې مازدا او موټرسایکل د ټکر په پایله کې شوې او یو کس پکې مړ شوی دی.

ارزګان کې تر دې وړاندې هم د ورته پېښو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.

په وروستیو کلونو کې د هېواد په تقریباً ټولو سیمو کې د ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي نښو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.