د غور د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکو د ۸۰ کیلومتره سړک د پخولو چارې او د یوه پله د جوړېدو چارې پیل کړې.

د دغه سړک لګښت چې د مرغاب ولسوالۍ له فيروزکوه ښار سره نښلوي، ۱۸ ميليونه افغانۍ کېږي چې د مرغاب ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې لارې د خرابېدو له امله ورته تګ راتګ ستونزمن شوی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وخت په وخت په ترافيکي پېښو کې مړه کېږي او د دوی مالونه له ځان سره وړي دي.

دوی زیاتوي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

غور د افغانستان یو له غرنیو او محرومو ولایتونو څخه دی، چې د ژمي موسم په پیلېدو سره د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه ښار ته د تګ راتګ ډېرې لارې تړلې دي.