د اسراییلو او غزې ترمنځ د کړکیچ په زیاتېدو دی، د حماس یوه چارواکي د نړۍ له ستر پانګوال ایلان ماسک څخه غوښتي چې په غزه کې ویجاړتیا له نږدې وګوري.

د ګارډین ورځپاڼې نن چهارشنبه د لیندۍ ۸مه راپور ورکړ د حماس یوه جګپوړي چارواکي د ټکنالوژۍ سوداګر او میلیاردر ایلان ماسک څخه غزې ته د سفر بلنه ورکړې ده.

ګارډین راپور ورکړی چې د حماس دغه چارواکي ویلي چې د ایلان ماسک د بلنې اصلي لامل د اسراییلو د بمبارۍ له امله د ویجاړ شوي ودانیو لیدنه وه.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي اسامه حمدان په بیروت کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “موږ هغه ته بلنه ورکوو چې غزې ته لاړ شي ترڅو د غزې د خلکو په وړاندې د وژنو او ویجاړۍ کچه د اعتراض او اعتبار له معیارونو سره سم وګوري.”

دا غوښتنه د حماس له خوا په داسې حال کې شوې چې ایلان ماسک د دوشنبه پر اسراییلو د حماس د حملې له ځای څخه لیدنه وکړه.

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، ایلون مسک په اسراییل کې د حماس د برید ځای څخه لیدنه وکړه او د کرکې د خپریدو د مخنیوي لپاره یې د هر هغه څه کولو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د حمدان دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ موقت اوربند د ۴۸ ساعتونو لپاره وغځول شو. لومړی اوربند د جمعې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۴مه د یرغمل شویو د تبادلې لپاره لاسلیک شو.