له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تازه له دغه هېواد نږدې ۳ زره نور افغانان راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن چهارشنبه د لیندۍ ۸مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پرون له پاکستانه ۲ زره ۴۵ افغانان راغلي او رالېږل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست په حواله ویلي چې پرون د لیندۍ ۷مه ۷۸۱ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې چې دا ۱۵۴ کورنۍ – چې ۷۸۱ کسان کېږي – په زور له پاکستانه را ایستل شوي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي چې هېواد ته تازه راستانه شوي کسان د مرستې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له مشرې «رافیلا لودیک» او مل پلاوي سره کتلي او په وروستیو کې یې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې مشرې دا هم ویلي چې ژر به سرحدي سیمو ته د کډوالو د لیدلو لپاره لاړ شي او په دې برخه کې به خپلې څېړنې پراخې کړي.