د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په افغانستان د بین‌الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی نړیواله ټولنه باید د زور له لارې د سرپرست حکومت د چپه‌کېدو په اړه فکر ونه کړو.

کرزي پرون سه‌شنبه د لیندۍ ۷مه له یوې جاپاني رسنۍ «کیودونیوز» سره په مرکه کې ویلي چې سرپرست حکومت باید د بین‌الافغاني خبرو اړتیا درک کړي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې دا خبرې هر څومره ژر چې کېږي، بیا د ټولو قومونو ترمنځ پیل شي.

ښاغلي کرزي همداراز ویلي چې دی په افغانستان کې د خپلې کافي تجربې له مخې دی د افغانستان د سیاست د ښه‌والي هڅې کوي او له ټولو افغانانو یې غوښتي چې په ګډه خپله راتلونکې جوړه کړي.

پخواني ولسمشر همداراز په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستل‌کېدو سره به سرپرست حکومت په یو مشروع دولت بدل شي. ‎

د ویلو ده چې ښاغلي تر دې وړاندې هم له سرپرست حکومته بار بار غوښتي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي.