د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د شرطونو عملي کولو په لړ کې راپورونه ښيي چې داړو غاړو ۸۱ تنه بندیان تبادله کړي دي.

د CNN د راپور له مخې پرون سه شنبه ماښام د حماس لخوا ۱۲ تنه او د اسراییلو له زندانونو څخه ۳۰ فلسطینیان خوشې شوي او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي.

د بندیانو تبادله د اسراییلو او حماس تر منځ د موقتي اوربند یو له مهمو شرطونو څخه و، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په منظم ډول ترسره کېږي.

تر اوسه د حماس له خوا ۸۱ تنه او ۱۸۰ فلسطینیان د اسراییلو له زندانونو خوشي شوي دي.

د اسراييلو او حماس تر منځ شپږ ورځنی اوربند د قطر په منځګړتوب نن چهارشنبه د لیندۍ ۸مه پای ته ورسېد او د حماس له لوري يو شمېر يرغمل شوي کسان هم خوشي شي.