د «افغانستان د ښځینه خبريالانو بنسټ» په نوم يوې ادارې په تېرو دوو کلونو کې د ښځينه خبريالانو د وضعيت په اړه د خپلې سروې پايلې اعلان کړې او ويلي يې دي، چې ډېری ښځينه خبريالانې په کورونو کې پاتې شوې دي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په خبره، په دې سروې کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰۰ زیاتو خبریالانو او ښځینه رسنیو کارکونکو برخه اخیستې او له دوی څخه په تېرو دوو کلونو کې د رامنځته‌شویو بدلونونو په اړه پوښتنې شوې دي.

د افغان ښځينه خبريالانو د ټولنې د سروې پايلې د لیندۍ ۵مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان شوې.

د دې ادارې مشرې مینه حبیب وویل چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ کم شوی دی.

د هغه په ​​وينا:”ډېرې ښځينه خبريالانې په کورونو کې پاتې شوې او ځينو له هېواده وتلي.”

د دغه سازمان د سروې له مخې ۴۵ سلنه ښځینه خبریالانو بې کاري په خپلو فعالیتونو کې تر ټولو لویه ننګونه یاده کړې او ۵ سلنه یې د بېوزلۍ خبره کوي.

په دې سروې کې دا هم ویل شوي چې ۱۰ سلنه ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی یوه جدي ننګونه ګڼي. له بلې خوا ۷ سلنه ښځینه خبریالانې د کار او ژوند د خوندیتوب نشتوالی په ګوته کوي.

په کابل کې د يوې خصوصي راډيو خبرياله هاجره جعفري وايي، چې د ښځينه خبريالانو تر ټولو عمده ستونزه اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى دى. نوموړی همدارنګه ټینګار کوي چې د اسلامي امارت غړي اکثره خبریالان په خبري کنفرانسونو کې له ګډون څخه منع کوي.

د دغه سازمان د سروې له مخې، ۲ سلنه خبریالانو د ماسک اغوستل هغه محدودیت ګڼلی چې د رسنیو د ښه کار کولو مخه نیسي او د طالبانو له خوا له ښځینه خبریالانو سره د ناوړه چلند څو پېښې هم یادې شوې دي.

په کابل کې یوه بله خبریاله ماه‌جبین سالار د اسلامي امارت له خوا د پیښو د پوښښ په وخت کې د ماسک اغوستل د اجباري کار په توګه ګڼي او وايي چې په اغوستل یې زړه نه ښه کوي.

که څه هم دغې ادارې د دغې سروې د پیلولو د څرنګوالي او د معلوماتو د راټولولو د طریقې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د بې‌سرحده خبریالانو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته ۸۶ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ورکړل