د قطر د بهرنیو چارو وزارت د حماس او اسراییل د څلور ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم په دغه هېواد کې د اوربند موده د دوو نورو ورځو لپاره غځولې ده.

 بهرنیو رسنیو نن سه‌شنبه د لیندۍ ۷مه د حماس په حواله خبر ورکړ چې د قطر او مصر په مرسته داړو غاړو د دوو نورو ورځو لپاره د اوربند د غځولو موافقه وکړه.

د قطر لخوا اعلان شوي اوربند د دوه نورو ورځو لپاره تړون نور تمدید ته هیلې پیدا کړې چې له غزې سره به نورې مرستې هم وکړي، پداسې حال کې چې د ۲،۳ملیون فلسطینیانو لپاره شرایط خورا خراب دي چې د اسراییلو د څو اونیو بمباریو له امله ځپل شوي او زیانمن شوي دي. ځمکني برید چې درې پر څلورمه برخه خلک یې له خپلو کورونو څخه ایستلي دي. په عین حال کې اسراییل او حماس د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې بل پړاو ترسره کوي.

ښاغلي بایډن د اوربند د غځولو په غبرګون کې ویلي دي:” زه په ژوره توګه د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره بوخت یم چې د اوربند لومړنۍ موافقه چې تېره اوونۍ د امریکا په منځګړتوب او پراخې ډیپلوماسۍ سره لاسلیک شوه. کولی شي دوامدارې پایلې ولري.”

هغه وویل چې تر اوسه پورې د حماس په لاسو څه دپاسه ۵۰ تنه یرغمل شوي چې تنکي ماشومان، میندې هم پکې شاملې دي خوشې او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بایډن ټینګار کړی چې د حماس له خوا ټول یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي، موږ به خپلې هڅې ونه دروو.