وروستیو بدلونونو افغانستان د ښځو لپاره یو تر ټولو بد ځای ګرځولی دی، او ښځې د خپلو کورونو سرپرستۍ سره ټول محدودیتونه په ژوره توګه تجربه کوي. ځکه چې دوی باید کار وکړي او د ښه ژوند لپاره لارې ولټوي.

فریبا هغه ښځه ده چې په تخار کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له ژونده ستړې شوې ده. هغه له تخار څخه کابل ته د ښه ژوند او د خپلو اولادونو پرمختګ د زمینې برابرولو په موخه راغلې وه. هغه اوس د کابل په سړکونو قلمونه پلوري، څو د شپې ډوډۍ پیدا کړي.

فريبا وايي: “ډېره کوچنۍ وم چې مور مې مړه شوه، او خپله مې هم په کم عمر کې واده وکړ.”

هغه نه یوازې په کم عمر کې د واده کولو قرباني شوه بلکې د خاوند روږدي‌کېدو سره یې د ګډ ژوند لپاره لیدلي خوبونه یې هم وران شول. د میړه د روږدي‌کیدو وروسته د دوی ټول ژوند اغیزمن شو.

وروسته له دې چې د فريبا مېړه معتاد شو، له کوره ووت او اولادونه يې ډېر وخت د خپل مېړه د راستنېدو په تمه ناست وو، خو تر اوسه يې څه نه دي اورېدلي او نه یې هم پته څرګنده شوې ده.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې نارینه په کورنۍ کې یوازینی ډوډی راوړنکی وي او ښځې د کور له کارونو او د ماشومانو له پالنې پرته بل کار نه کوي. د ښځو بېسوادي یو له هغو لاملونو څخه دی چې دوی مجبوروي څو پر نارینه وو تکیه وکړي او که خاوند (کونډه) ونه لري نو د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره له بل واده کولو پرته بله لاره ورته پاتې نه وي.

فریبا په سلګیو کې وویل:”دا ټول کلونه مې د یوې کونډې په توګه ژوند کاوه او ورځې مې په سختیو تېرې کړې. د بې وزلۍ له امله مې خپل یو ماشوم په مزارشریف کې د خپلې تره لور ته په پنځوس زره افغانیو وپلورل. ما د دې ماشوم د خرڅلاو پیسې د خپلو نورو ماشومانو د لګښتونو د پوره کولو لپاره وکارولې.”

د هغې په ​​وينا، تر اوسه يې دوه کوره او دوه ژونده کړى دى. اووه کاله وروسته له دې چې لومړي معتاد مېړه یې ورک شو، فريبا د دې لپاره چې د دوو ماشومانو لپاره یې سرپرست ولري او یوازې پاتې نشي، له يوه بل سړي سره واده وکړ، دا سړی «يعقوب» نومېده او د دې واده پابله هم دوه ماشوم دي.

د فریبا لومړی میړه د مخدره توکو قرباني و او دوهم میړه یې په کندز کې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو او اسلامي امارت ترمنځ په نښتو کې ووژل شو.

د فريبا له هڅو سره سره چې يوازې پاتې نه شي، هغې يوازې په افغانستان کې له ژوند څخه يوازېتوب ترلاسه کړى، چې ابعاد يې جګړه، نشه‌يي توکي، سرپرست حکومت، بېوزلي او یوازیتوب دي.

د هغې په وینا، هغې اووه ځله غبرګوني ماشومان زیږولي، خو له څوارلسو ماشومانو څخه یوازې پنځه یې ژوندي پاتې شول:”کله چې زما لومړی خاوند معتاد شو، ما ټوله ورځ د شپې تر ناوخته پورې له کوره بهر کار کاوه. یوه ورځ چې له کاره کورته راروانه وم، ما خپله ماشومه لور ولیده چې په زانګو کې مړه شوې وه. زما بل ماشوم په شری اخته شو او مړ شو.”

اوس مهال فریبا د خپلې کورنۍ مشره ده او له شاوخوا یو کال راهیسې په کابل کې ژوند کوي. هغه د خپلو ماشومانو سره په یو خټین  کور کې ژوند کوي چې د اړتیا وړ وسایلو نه لري.

هغه له دولتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې کاري مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي. فريبا وايي، څو څو ځلې د سرپرست حکومت له خوا بایمتریک نوم او پېژندګلوي يې ترې واخيستل شوه، خو نه ورسره مرسته وشوه او نه هم د مسوولینو له خوا ورته د کار زمينه برابره شوه.

فريبا د کابل ښار په يوه څلور لارې کې ټوکرونه او قلمونه پلوري. هغه د سهار له اووه بجو څخه د ماښام تر اووه بجو پورې په سړک کې قلمونه پلوري او له دې لارې خپل ژوند مخته وړي.