هندي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یو پوهنتون دننه د ګڼې‌ګوڼې له امله څلور کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

هندوستان ټایمز تېره شپه د نوامبر ۲۵مه راپور ورکړی چې پېښه د هند په لوېدیځ ایالت کرالا کې د یو پوهنتون دننه شوې ده.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې هلته یو کنسرت پرانیستل شي او د پېښې له امله تر اوسه د څلورو کسانو مړینه او له ۶۰ د ډېرو نورو ټپي کېدل تایید شوي دي. 

بلخوا د کرالا ایالت والي، عارف محمد خان پر ایکس پاڼه پر دې پېښه ژور خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

همداراز د یاد ایالت روغتیايي چارواکو د څلورو ټپيانو روغتیايي حالت نازک بللی دی.

په ورته وخت کې پولیسو د دې پېښې علت په تالار کې د زینې غورځېدل بللي چې له امله یې لسګونه کسان تر پښو لاندې شوي دي. 

تر دې وړاندې هم په هند کې د ورته پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.