د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هلمند، بامیان، ننګرهار او فراه ولایتونو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۱۲ تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فراه سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې، چې د دغه ولایت په «فراهرود» ولسوالۍ کې د یوه فیلډر ډوله موټر او بابري موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يوه ښځه هم مړه شوې او د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په ورته وخت کې د بامیان د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي او عامه اړیکو دفتر نن سه‌شنبه د لړم ۳۰مه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او بل ټپي دی. ټپي شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د کالو په سيمه کې له يوه غره سره د بابري ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

له بلې خوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ هم د اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

 د خبرپانې له مخې دغه پېښه د دوشنبې د لړم ۲۹مه د «چهار قریه» په سیمه کې رامنځ ته شوې او چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

دغه راز په هلمند کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي مړه شوي دي.

دا پېښه د هلمند د ګرمسېر په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې د دغې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د خرابو سړکونو او تېز سرعت له امله ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.