
د «رواداري» په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې سازمان د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو د زیاتوالي خبر ورکړی، چې په کې جبري او کم عمره ودونه، د ځانوژنې هڅې او په تعلیمي چاپیریال کې تاوتریخوالی شامل دی.
دغه سازمان د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د پخواني ریس شهرزاد اکبر له خوا اداره کېږي، په خپل تازه راپور کې پرون(یکشنبه د لړم ۲۸مه) خپور کړی او، ټینګار یې کړی، د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هغه قوانین چې په کې له تاوتریخوالي ډک چلند وي، د اسلامي امارت له راستنیدو وروسته لغوه شوی او د ماشومانو د بشري حقونو په وضعیت یې ناوړه اغیزه کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د وضعیت په اړه د رواداري د سازمان اسناد ښيي چې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې زیاترو پېښو برخه نجونې دي.
دا راپور د ۲۰۲۱ د اګسټ څخه تر ۲۰۲۳ اکټوبر پورې د ماشومانو وضعیت څیړي. په دې څېړنه کې له ۱۸۱ مدافع وکیلانو، د حقوقي بنسټونو له کارکوونکو، قربانیانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره مرکې شوې دي. په ټولیز ډول د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له ۱۳۹ نارینه، ۳۰ ښځو او ۱۲ ماشومانو سره مرکې شوې دي.
دغه سازمان په دې دوو کلونو کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو د مجموعي شمېرې مشخصې احصایې نه دي وړاندې کړي، خو د ځانوژنې د هڅې، د اسلامي امارت د غړو له خوا جبري ودونو، کم عمره ودونو، په تعلیمي چاپېریال کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي او ناوړه چلند او د سرتيرو په توګه د ماشومانو ګمارل پېښو ته اشاره کړې ده.
په غور کې سیمهییزو سرچینو رواداري ته ویلي چې په دغه ولایت کې په بې ساري ډول جبري او کم عمره ودونه زیات شوي دي. د دوی په څېړنو کې یوه ثبت شوې قضیه ښيي چې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۲ له اجازې پرته له یوه سړي سره په زور واده شوې وه، او په پایله کې یې ځانوژنه کړې وه. د راپور له مخې، په یوه بله قضیه کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ له زدهکړو بې برخې کولو وروسته په زوره واده شوې ده.
له کم عمره نجونو سره د اسلامي امارت د غړو جبري ودونه
د بښنې د سازمان راپور ښيي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له فرمان سره سره چې د بیا ودونو بندیز دی، دغه فرمان په سمه توګه نه دی عملي شوی او د اسلامي امارت قومندانانو په مختلفو ولایتونو کې د کم عمره انجونو ودونه کړي دي.
په دې راپور کې راغلي: “په نیمروز کې د طالبانو یوه سیمهییز مسوول له یوې دیارلس کلنې نجلۍ سره په زور واده کړی. د قربانیانو کورنۍ د اقتصادي ستونزو او امنیتي دلایلو له امله ونه توانیده چې په دې پیښه کې احتجاج وکړي. په میدان وردګو کې په یوه بله قضیه کې یوه نجلۍ د واده قانوني عمر ته له رسیدو مخکې د ۶۰۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې له یوه طالب سره واده ته اړ شوې وه.”
په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت یو بل قومندان له یوې پنځلس کلنې نجلۍ سره د هغې د کورنۍ له خوښې پرته واده کړی او دوه نورې میرمنې یې هم درلودې.
په یوه بله قضیه کې د تخار د درقد ولسوالۍ ولسوال ته د اسلامي امارت له لوري ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۲۶ مه یې له یوې نجلۍ سره د درېیمې میرمنې په توګه واده وکړ.
دغه بنسټ په میدان وردګو کې د ورته قضیې په اړه خبرداری ورکړی دی. رواداري ټینګار وکړ، چې په ختیځو ولایتونو کې ورته لسګونه نورې پېښې هم شوې دي، خو د امنیتي او فرهنګي حساسیتونو له امله یې عام وګړي نه بیانوي.
په ماشومانو کې د ځانوژنې هڅې زیاتیږي
د رواداري سازمان د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د بېوزلۍ او مالي فشارونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله په ماشومانو کې د ځانوژنې هڅې ډېرې شوې دي. دغه سازمان د بامیان د روغتیايي مرکزونو په حواله ویلي چې په دغه ولایت کې د ځانوژنې د ټولو پېښو ۵۰ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمره نجونې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د بېوزلۍ او مالي فشارونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله په ماشومانو کې د ځانوژنې هڅې ډېرې شوې دي. دغه سازمان د بامیان د روغتیايي مرکزونو په حواله ویلي چې په دغه ولایت کې د ځانوژنې د ټولو پېښو ۵۰ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمره نجونې دي.
په غور کې د سیمهییزو سرچینو ویلي، چې د ماشومانو په منځ کې د ځانوژنې په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه راز په دغه راپور کې په بدخشان کې د ځانوژنې لږ تر لږه ۳۵ قضیو ته اشاره شوې چې هلکان او نجونې په کې شاملې دي.
په دې راپور کې د ماشومانو د ځانوژنې لاملونه د کورنۍ ځورونې، جبري او له وخته مخکې ودونه، د تعلیم له حقه محرومیت او نا امیدي چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته په ټولنه کې وده کړې ده، بیانوي.
په ښوونځیو کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند
دغه څیړنه دا هم په ډاګه کوي چې په تیرو دوو کلونو کې اسلامي امارت د ښوونځیو د مدیر، مدیر او معلم په بستونو کې د خپلې خوښې وړ کسان ګمارلي دي. دوی (د طالبانو مطلوب کسان) اکثره د دیني مدرسو فارغان دي او دا په تعلیمي چاپیریال کې د ماشومانو د تاوتریخوالی او عذاب لامل شوی دی.
په کندهار کې یوې سرچینې رواداري ته ویلي چې اسلامي امارت په بېلابېلو تعلیمي بستونو کې هغه کسان ګومارلي چې غواړي په دندو وګمارل شي او دا کار د دې لامل شوی چې په لرګي وهل، خط کش، د برق لین، په څپېړې وهل، لغته، له غوږونو او ویښتانو کش کول،د ماشومانو ګوتو تر منځ د قلم کېښودل، د ماشومانو په یوه پښه ودرول، د ماشومانو په خوله کې د بوټانو ایښودل، ساه بندول او د یوې ورځې لپاره اجباري کار زیات شوی دی.
رواداري دغه راز په ښوونځيو کې د جنسي تيريو قضيو ته په اشارې سره په بدخشان او هرات ولايتونو کې د يوشمير قضيو په حواله وويل چې په ښوونځيو کې ماشومان له جنسي تيريو سره مخامخ کيږي، خو د شخصي مصوونيت او فرهنګي حساسيتونو له امله نه شي کولى په ډاګه کړي.
د یو راپور له مخې په هلمند کې یو شمېر ماشومان د دیني زدهکړو تر نامه لاندې پوځي زدهکړې کوي او په ځینو مواردو کې له هغوی څخه د سرتېرو په توګه کار اخلي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د نړۍ په ډېرو برخو کې د ماشومانو حقونه ځپل شوي دي.
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي وايي، د رواداري سازمان ادعاوې حقیقت نه لري او ادعا یې کړې، چې اوسمهال د هېواد په یتیمخانو کې شاوخوا لس زره ماشومان تر ساتنې لاندې دي.