نړیوالو رسنیو د ترکي چارواکو له قوله ویلي، چې په تور سیند کې د ترکیې یوه کښتۍ له ۱۲ سپرلیو سره ورکه شوې ده.

نړیوالو رسنیو د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي، چې د ترکیې دغه بار وړونکې کښتۍ له ۱۲ عملې غړو سره د یکشنبه (د لړم۲۸ مه) د توپان له امله د دغه هېواد د تور سیند په ساحل کې ډوبه شوه.

د دغې کښتۍ د سپرلیو وروستی تماس مخکې له دې چې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د ارګلي سیمې ته څېرمه ورکه شي، رامنځ ته شو، خو له هغې څو شېبې وروسته چارواکي ونه توانېدل چې د بېړۍ له پیلوټ سره اړیکه ونیسي.

د معلوماتو له مخي په کومه سیمه کي چي کښتۍ ورکه شوې ده پرون یکشنبه د سخت طوفان له امله اغیزمنه شوې وه او دغه ناوړه هوا د سیند کښتیو د لټون مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، د سختو توپانونو له امله د کښتۍ د ډوبېدو سیمې ته د لټون او ژغورنې ډلې د تګ مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ترکي چارواکو اعلان کړی چې د دغې کښتۍ د مسافرو په اړه معلومات نه لري.