هرات په افغانستان کې د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې د هوا د ښه والي له امله په افغانستان کې د زعفرانو لویه کچه تولیدوي. او راپورونه ښیي چې د دې کښت شاوخوا ۸۰ سلنه کارکوونکي ښځې دي.

په هرات کې د زعفرانو د کرنې د یوې کارخونې مسووله «ثریا دقیق» له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د زعفرانو د تولید په کارخونه کې له ۵۰ تر ۶۰ ښځې چې زیاتره یې زده کوونکي او په کور کې اوسیږي په کار بوختې دي.

د دغې مېرمنې په خبره، د وروستۍ زلزلې اغېزې او د هغې له امله د خلکو ژوند په هره کچه اغېزمن شوی دی او زیاتوي چې له دې ټولو ستونزو سره سره د زعفرانو محصولات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.

هغه وايي، د دې کارخونې له جوړېدو يې موخه هغو مېرمنو ته د کار پيدا کول دي، چې د محدوديتونو له امله بې کاره او له لويو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغې ټینګار وکړ چې د ښځو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د زعفرانو د کرنې دغه کارخونه په ۲۰۱۹ کال کې جوړه شوې، لسګونه ښځو ته د زعفرانو د کښت او پروسس په بېلابېلو برخو او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د يادونې ده، چې د زعفرانو د ګلونو اتمه مېله تېره پنجشنبه د لړم ۲۵مه په هرات کې د دغه محصول د يو شمېر پلورونکو، سوداګرو او کروندګرو په شتون کې جوړه شوې وه.

په هرات کې د زعفرانو د اتمې جشنوارې یوې ګډونوالې لیلا (بل نوم) وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه برخه کې د ښځو ونډه کمه ښکاري.

د هغې په ​​وينا، په هرات کې د زعفرانو د توليد په برخه کې ٨٠ سلنه کارکوونکي ښځې دي، چې په بېلابېلو څانګو لکه پروسس، بسته بندۍ او پاکولو کې کار کوي.

ليلا ټينګار وکړ، چې زياتره ښځې چې په دې برخه کې کار کوي، د کار د جوازونو له نه ترلاسه کولو شکايت کوي او دغه محدوديت د دوى پر کار ناوړه اغېز کړى دى.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې اوس مهال په هرات کې د زعفرانو ۳۰ سوداګریز شرکتونه فعالیت لري چې د زعفرانو د پروسس په بېلابېلو څانګو کې یې تر ۸۰ سلنه زیات کارکوونکي ښځې او نجونې دي.

هرات په افغانستان کې د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې هر کال لسګونه ټنه دغه محصول بهرنیو هېوادونو ته صادروي ​​او د نړۍ په بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

د خپرو شويو شمېرو له مخې، په هېواد کې د زعفرانو کښت د تېرو کلونو په پرتله زيات شوى دى.