د افغانستان ورزشکار قیس خادمي د سوک‌وهنې په سیالیو کې خپل تانزانیایي سیال ته ماته ورکړه.

دغه لوبه نن یکشنبه د لړم ۲۸مه د انګلستان په پلازمینه لندن کې ترسره شوه، د افغانستان ورزشکار قیس خادمي وکولی شو چې د سوک‌وهنې په سیالیو کې خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړي او ګټونکی شي.

خادمي د دې لوبې ګټونکی دی، هغه وتوانید چې د نړیوال کمربند څخه دفاع وکړي او د خپل تنزانیا سیال ته د تخنیکي ضربې په ورکولو سره دا لوبه وګټي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان مسلکي سوک وهونکي قیس خادمي د خپل برتانوي سیال په وړاندې په بریا سره د سوک‌وهنې د نړۍ د (IBO) او د اروپا اتلولۍ ګټلې وې.

د یادولو ده چې قیس خادمي ۲۹ کلن دی او په خپل ریکارډ کې یې ۹ بریاوې او ۱ ماتې خوړلې، چې په ورته وخت کې یې د خپل تانزانیايي حریف پر وړاندې ۱۰ بریاوې زیاتې کړي دي.