د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې سږ کال د کندهار انار د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د خبریالانو مرکز د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په حواله نن شنبه د لړم ۲۷مه ویلي چې په روان کال کې له کندهار څخه ۴۸ زره ۳۸۰ ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا هم ویلي چې د افغانستان انار قزاقستان او هند ته صادر شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې سږ کال د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې ټاکل شوې سږ کال زرګونه ټنه انار هند ته صادر شي. 

د کندهار د سوداګرۍ خونه په داسې حال کې د انارو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د انارو یو شمېر بڼوال د نړۍ بازارونو ته د مېوې صادرول د دوی په اقتصادي وده کې مهم بولي.

د ویلو ده چې د کندهار انارو ډېری باغونه د یاد ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې دي.