فلسطیني رسنیو خبر ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر یو جومات برید کړی او په پایله کې یې ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

د رسنیو د معلوماتو له مخې، دا برید داسې مهال شوی چې جومات له لمونځ‌کوونکو ډک و او په پایله کې يې ۵۰ کسان وژل شوي دي. 

د فلسطین وفا رسنۍ راپور ورکړی چې دا جومات د غزې تړانګې په مرکز صبرا سیمه کې دی او د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې راغلی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو له امله لسګونه ماشومان هم وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتيايي چارواکو په وینا، چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې دمه ۱۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي. 

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو پرېکړه‌لیک کې غزې ته د بشري مرستو په لېږد ټینګار کړی او د جګړې له دواړو لوریو یې غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.