د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې  د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د ۲۰۲۷ اسیايي ملتونو په جام کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون (دوشنبه د لړم ۲۲مه) په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي، چې  د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د ۲۰۲۷ اسیايي ملتونو په جام کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړه.

د یادولو ده چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لپاره د (اشلي مایکل) په نوم روزنکي په دندې وګماره.

 اشلي مایکل د ملي لوبډلې راتلونکو لوبو په اړه ویلي هڅه کوي نړیوال او اسیايي جام ته د لارموندنې په دوهم پړاو کې افغان لوبډله بریالۍ کړي.