په بازارونو کې د ډالر د ارزښت له بې ساري کمښت وروسته د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د افغانیو پر وړاندې د یو امریکايي ډالر نرخ ۶۶ افغانۍ اعلان کړ.

دغه بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن یکشنبه د لړم ۲۱ مه یو امریکايي ډالر په ۶۶.۹۲۷ افغانۍ تبادله شوی دی.

د يادونې  ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په هېواد کې د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر ارزښت راټيټ شوى دى.

تر دې مخکې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو له بندېدو وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی و.

له بلې خوا د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته څه باندې دوه میلیارده ډالره نغدي مرستې ورکړل شوې چې د هېواد په بازارونو کې یې د بیې له راټیټېدو سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو مستقیمه اغېزه لري او په هېواد کې د زرګونو خلکو پر ژوند اغېز کوي.