د افغانستان د بدني روزنې او سپورت ریاست وايي چې محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په نړیوالو کې له خپلو، عراقي، ازبکستاني او هندي سیالانو مخکې شوی او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړی دی. 

د بدن ښکلا سیالیو ۱۴مه دوره نن سهار، شنبه د لړم ۲۰مه د جنوبي کوریا په کوربه‌توب شوې او څه باندې ۴۰ هېوادونو پکې ګډون کړی و.

د ویلو ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان یو بل ورزشکار «علي رضا آساهی» خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د بدن ښکلا سیالیو ترڅنګ په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

په وروستیو کې په آزادو سیالیو کې هم د افغانستان دوو ورزشکارانو خپلو بریا د افغانستان په نوم کړې ده.