
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو کې له پاکستان او سریلانکا وروسته نن د نیدرلنډ لوبډلې ته په اووه ویکټو ماتې ورکړه.
دا سیالي د هند په کوربهتوب نن جمعه له غرمې وروسته پيل شوه او نیدرلند لوبډلې په ۴۷ اور کې د ټولو لوبغالي په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف ورکړ.
افغان لوبډلې بیا د دریو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۳۲ اور کې د نیدرلنډ هدف ته ځان ورساوه او د سیالې لوبډلې هدف یې پوره کړ.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي پنځوسیزې ووهلې.
د ویلو ده چې د افغانستان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو کې تر دې وړاندې انګلستان، پاکستان او سریلانکا لوبډلو ته هم تاریخي ماتې ورکړې وې.