د افغانستان ښځینه ورزشکارې شفیقې محمدي د نړیوالو رزمي لوبو (WCG) په ۵۲ کیلو ګرامه کټګورۍ کې دریم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه.

اغلې محمدي له خامه پرېس سره په خبرو کې وویل چې د یوې افغانې نجلۍ په توګه هیله لري چې ښوونځي، پوهنتونونه او ورزشي کلبونه پرانیستل شي او نجونې وکولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه چې په ۲۰۰۲ کال کې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلی، وايي چې د لېسې زده‌کړې یې په لوړه کچه پای ته رسولې او اوس د ایران په یوه پوهنتون کې محصل دی.

د اغلې محمدي په خبره، په ۲۰۱۷ کال کې یې د «ساواته» په برخه کې سپورت پیل کړ او یو کال وروسته د ۵۲ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان د سیوات د ملي لوبډلې غړې شوه.

د کمبت‌ګیمز لوبې د GAISF نړیوالو فدراسیونونو له لارې د اکټوبر له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې په ۱۶ سپورتي څانګو کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چې اغلې محمدي د ساوات لوبو په کوارټر فاینل کې خپل رومانیایي سیالې ته ۰-۳ ماتې ورکړې وه او په نیمه پایلوبه کې د خپل فرانسوي حریف څخه ماتې خوړلې وه.

له بلې خوا، مینا محب‌زاده او سعادت عیان په دې ډګر کې دوه نور افغان ورزشکاران د سیالۍ په دې پړاو کې له خپل فرانسوي سیال سره له ماتې وروسته د مډال په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

د هېواد دغې ښځينه ورزشکارې چې خپلې لاسته راوړنې يې د خپلې کورنۍ د ملاتړ پایله وبلله، او خامه پرېس ته وويل:”غواړم خپلو زده‌کړو او ورزش ته دوام ورکړم او پر ځان، خپلې کورنۍ او هېواد وياړم.”

د دې ترڅنګ اغلې محمدي ټینګار کوي:”زه هیله لرم چې د افغانستان سرپرست حکومت نجونو ته د زده‌کړې، ورزش او کار کولو اجازه ورکړي او له هغه څه به بې برخې نه شي چې د دوی حق دی.”

د يادونې ده، چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل په نړيواله کچه رزمي لوبې ترسره کېږي.