د نړۍ د فوټبال ستوری او د انټر میامي فوټبال لوبډلې مشر لیونل مسي د ۲۰۲۳ کال د سروز زرو توپ جایزه وګټله.

مسي د اتم ځل لپاره د سرو زرو توپ جایزه ترلاسه او ورپسې کریسټیانو رونالډو د دې جایزې په لست کې د ۵ سرو زرو توپ سره دویم ځای لري.

د سرو زرو توپ ورکولو ۶۷مه غونډه تېره شپه د فرانسې په پاریس ښار کې ترسره شول، چې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او د انټر میامي کلب سټرایکر ۳۶ کلن لیو مسي سرو زرو توپ د جایزې په ترلاسه کولو سره اتم نمبر ته ورسېد.

د سرو زرو توپ جایزه هر کال غوره لوبغاړي ته ورکول کیږي او د نړۍ سل ورزشي خبریالانو رایه ورکوي.

مسي، په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام ګټونکی، د امریکا انټر میامي سره د یوځای کیدو وروسته، د دې ټیم سره مرسته وکړه چې خپل لومړی ټرافي وګټي.

مسي د جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: “زه خوشحاله یم چې یو ځل بیا له دې شیبې څخه خوند اخلم او ما وکولی شو چې د نړیوال جام په ګټلو سره خپل خوب پوره کړم.”

دې ارجنټایني ستوري اته ځله د سرو زرو توپ ګټلو ریکارډ له ځان سره لري او د نړۍ په کچه بل نامتو ستوری رونالډو هم د پنځه سرو زرو توپونو په لرلو سره دو یم ځای لري.

د یادونې ده چې په دې مراسمو کې د ښځو د برخې د سرو زرو توپ د بارسلونا هسپانوي مینډفیلډر ایتانا بونماټي ته ورکړل شو او د ریال ماډریډ انګلیسي لوبغاړې جوډ بیلنګام د فوټبال د کال غوره ځوان لوبغاړي په توګه وټاکل شو.