سترې محکمې نن شنبه د تلې ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ محکمې دریو کسانو ته له کوره د تېښتې او لواطت په جرم تېره پنجشنبه په دریو کسانو تعزیري سزا تطبیق کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، چې له کوره د تېښتې په تور دوه کسان ۳۹ دُرې او یو تن د لواطت په جرم ۳۹ دُرې وهلي دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه کسان په عاممحضر کې په دُرو وهل شوي یا کوم بل ځای.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې له کوره د تېښتې، نامشروع اړیکو او شرابو د څښلو په تور ګڼشمېر کسان په عاممحضر کې په دُرو وهل شوي دي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دوی مشر فرمان صادر کړ چې په مجرمانو په عاممحضر کې شرعي او قصاص پلي کړي.


