خانهنړۍپر اسراییلو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه؛ د حماس ځواکونه د اسرائیلو...

پر اسراییلو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه؛ د حماس ځواکونه د اسرائیلو جنوبي ښارونو ته ننوتلي

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، حماس په ځايي وخت سهار شاوخوا شپږ بجې له غزې څخه د توپونو او راکټونو د یوې درنې بیړۍ په یوځای کولو سره، له پولې څخه د تیریدو په حال کې ناڅاپي برید وکړ.

په ورته وخت کې اسراییلي رسنیو د اسراییلو په سویلي ښارونو کې د فلسطیني وسله‌والو او د دوی د امنیتي ځواکونو ترمنځ د وسله‌والې نښتې خبر ورکړی.

ګارډین د حماس د برید د ابعادو په اړه هم ویلي چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د اسرائیلو او حماس تر منځ له لس ورځنۍ جګړې وروسته تر ټولو جدي پېښه ده.

دغه برید د اسرائیلو لپاره یوه حیرانوونکې پېښه بلل شوې او د دغه هېواد لومړي وزیر ټول امنیتي چارواکي بېړنۍ غونډې ته رابللي دي.

بلخوا اسرائيلي پوځ له پراخو بریدونو وروسته په دغه هېواد کې وضعیت بېړنی ښوولی او د حماس یوه جګپوړي پوځي قوماندان محمد دیف دا د پوځي عملیاتو پیل بللی او له هرې خوا یې فلسطینیان جګړې ته رابللي دي.

د حماس په وینا، له غزې څخه د اسرائیلو پر لور ۵ زره توغندي توغول شوي او د تل ابیب په ګډون په ټول اسرائیل کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه