د پروان ولایت رسنیز دفتر نن شنبه د تلې ۱۵مه په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د سعید خیل ولسوالۍ په خواجه خیل سیمه کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا پېښه د بایسکل او سراچې د ټکر له امله شوې او په پایله کې یې بایسکلچلوونکي ژوند بایللی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا موټر له سعیدخیل ولسوالۍ څخه مرکز چاریکار ته پر لاره و او د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د ویلو ده چې تېره ورځ په بامیانو کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي ول او تر هغې وړاندې په تخار کې ورته پېښې ۹ کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.
په وروستیو دوو کلونو کې په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه او د ترافیکي څراغونو نشتون بلل کېږي.


