
په پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت یو ځل بیا له پاکستاني حکومته غوښتي چې هلته د افغان کډوالو پرلهپسې ځورنې، شکنجې او زنداني کولو ته د پای ټکی کېږدي.
یاد سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کې درې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او څو ورځې وروسته یې مړي ترلاسه شوي دي.
د اسلامي امارت د سفارت مسوولینو دا هم ویلي چې د پاکستاني چارواکو له پرلهپسې ژمنو سره سره، په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي: “د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان د پاکستان په مختلفو ساحو کې نیول شوي. په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال پکې میشت دي؛ د هغوی پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کیږي چې تر دا مهاله زر تنه چې نیمایی یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري؛ د سي ټي ډي پولیسو لخوا نیول شوي دي.”
په پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې زور اخیستی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.
یاد سفارت یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي، ځکه په وینا یې چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي.