
اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره د ندا پرواني او ژولیا پارسي د ژر تر ژره خوشېکېدو غوښتنه کړې ده.
د اروپايي اتحاديې وياندې نبيلا مسرالي په يو لړ ټويټونو کې ۱۱ ځله ليکلي وو چې سرپرست حکومت دې ژوليا پارسي او ندا پرواني د کورنۍ له غړو سره ژر تر ژره خوشې کړي او خپلسري بنديان دې پای ته ورسوي.
د دې اتحادیې ویاند لا هم د ښوونې فعال مطیعالله ویسا د خلاصون غوښتونکي دي چې له شپږو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت په زندان کې دی.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، د خپلو او نورو له حقونو د دفاع په برخه کې د هغو کسانو خپلسري نیول غیر قانوني دي او د سرپرست حکومت داخلي مشروعیت زیانمنوي.
ښاغلي نیکولسن د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.
د يادونې ده، چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو د لاريون کوونکو له ډلې يوه ندا پرواني له خپل خاوند او ماشوم سره نيولې وه. د ندا پرواني له نیولکېدو څه کم لس ورځې وروسته دغو ځواکونو یوه بله ښځینه لاریون کوونکې او د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي له خپل مشر ماشوم سره له کابل ښاره ونیوله.
په همدې حال کې د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګ او د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د ژولیا پارسي او ندا پرواني د نیولکېدو په اعتراض کې لاریون وکړ او د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو له سازمان څخه یې د هغوی د خلاصون غوښتنه وکړه.
تر دې دمه اسلامي امارت د دغو ښځو د نیولکیدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
له خامه پرېس سره په خبرو کې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي زیاتوي، که څه هم ښځو په تېرو دوو کلونو کې په زړورتیا سره د خپلو اساسي حقونو د غوښتلو لپاره مقاومت کړی، خو دا ډول نیونې د دې لامل کېږي چې مظاهرې رنګ له لاسه ورکړي.
مېرمن سعیدي همداراز زیاته کړه: “ښځې د مدني قوانینو له لارې د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي، خو طالبانو د محدودیتونو، بندیانو او شکنجو په صادرولو سره هغوی د عدالت غوښتنې مخه نیولې ده.”
له دې وړاندې هم اسلامي امارت د امنیت د ګډوډولو او د عامه افکارو د ګډوډولو په تور د ښځو لاریون کوونکي نیولي او دا ډول نیول یې تل د نړیوالو له خوا غندل شوي او ظالمانه بللي دي.
اسلامي امارت په دې باور دی چې د ښځو حقوق د اسلامي احکامو په چوکاټ کې خوندي دي.