
برتانوي ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سرپرست حکومت پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۸۵ سلنه کم شوی دی.
دې بریتانوي ورځپانې تلیګراف پرون دوشنبه د اکتوبر ۲مه د جغرافیایي معلوماتو د خدماتو د یوې کمپنۍ السیس په حواله راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کې په ۳۰ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو کښت شوی و.
دې ورځپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د مشر لخوا د تیر کال په اپریل میاشت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له فرمان وروسته کارپوهانو دغه فرمان په بشري تاریخ کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو بریالۍ هڅه بللې ده.
د افغانستان لپاره د چارو کارپوه، ګراهام سمېت له تلیګراف سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د نشهیي توکو له کښت سره د «طالبانو» مبارزه د بشر په تاریخ کې د دغو توکو د له منځهوړلو تر ټولو بریالۍ هڅه ده.
همدارنګه د الیسس راپور له مخې، چې په هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د 91، 95 او 99 په سلو کې د کوکنارو د کښت تر ټولو ستر کمښت ښیي.
خو دې ورځپاڼې دا هم ویلي چې د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کې د کوکنارو کښت له ۱۳۸۰۳ هکتاره څخه ۱۵۳۹۱ هکتارو ته لوړ شوی دی.
د تلیګراف ورځپاڼې لیکلي چې دې بندیز بزګرانو ته سخت زیان رسولی او زیاته کړې یې ده چې دوی لا هم د وچکالۍ، جګړې او د پراختیایي مرستو د پرې کولو له امله سخت ځپل شوي دي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي وو چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د میتامفیتامین قاچاق ډېر شوی دی.